د ليبيا ”۴+۴“ کمېټې د اګست په ۳۰مه نېټه په پلازمېنه طرابلس کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي په مقر کې د يو تړون په لاسليک د ټاکنو د لوړ پوړې ملي کمېسيون شورا بيا جوړه کړې او د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو د چوکاټ په اړه يووالي ته رسېدلي دي.
د مالوماتو له مخې، په لېبيا کې به ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې د تړون له نافذېدو وروسته، په ۲۴ مياشتو کې د واحد واکمن او ملي ارګان تر لارښوونې لاندې ترسره شي.





























