د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر لارک ټاپو د امریکا د تېرې شپې برید غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، د برید له امله د ایران یو شمېر سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، چې ورسره عامه او شخصي شتمنیو ته هم زیانونه اوښتي دي. د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې وسلهوال ځواکونه به د مشروعې دفاع له قانوني حق څخه په استفادې، د هر ډول پوځي تېري پر وړاندې پر وخت او پرېکنده غبرګون وښيي.





























