د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د اګست د ۳۱مې نېټې په سهار د قرغېزستان په پلازمينې بېشکېک کې د دغه هېواد د ولسمشر صدر جاپاروف له مېرمنې يګول جاپارووا سره د قرغېزستان له ملي موزيم څخه ليدنه وکړه.
پنګ لي يوان او جاپارووا په دغه موزيم کې د هرکلي مراسمو له نندارو څخه خوند واخيست او وروسته دواړو د قرغېزستان د دوديز کلتور له نندارتون څخه ليدنه وکړه. پنګ لي يوان وويل، چې د دغه نندارتون جامې، غالۍ او نور توکي ښکلي مهارتونه او غني رنګونه لري او د قرغېزستان د خلکو د لاسي صنايعو لرغوني دودونه او د ژوند رسمونه ښيي. هغې زياته کړه، چې چين او قرغېزستان د دوديز کلتور ساتنې او پراختيا ته په درنه سترګه ګوري او دواړه هېوادونه بايد کلتوري او د خلکو ترمنځ تبادلې زياتې او د خلکو ترمنځ دوستي او متقابل پوهاوی لا پياوړی کړي.
پنګ لي يوان او جاپارووا د “همغږۍ او ښکلا: د لرغوني چینایي تمدن هنري نندارتون” څخه هم لیدنه وکړه. دغه نندارتون د چين او قرغېزستان له خوا جوړ شوی. بر سېره پردې، دواړو مېرمنو د قرغېز قوم ځانګړتيا لرونکو جامو نندارتون ولید او هيله يې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې او متقابلې زده کړې لپاره هڅې وکړي.





























