د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د لومړۍ نېټې په ماسپښين د قرغېزستان په پلازمينې بېشکېک کې د ” شانګهای همکارۍ سازمان پلاس “ غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، دغه غونډه د ملګرو ملتونو د رول پر پياوړتيا او د څو قطبي نړۍ په ابادۍ متمرکزه شوې او ترې د نړيوالې حکومتولۍ په اصلاحاتو او بشپړوالي کې د شانګهای همکارۍ سازمان مسووليت څرګند شوی دی.
شي جين پينګ وويل، چين د مسوولانه لوی هېواد په توګه د نړۍ هغه ډول برابر او منظم څو قطبي کېدل غوښتي، چې بنسټ يې د حاکميت برابرۍ او متقابل درناوي ، اړينې غوښتنې يې مساوات او منظم او د قانون مراعات، کليدي لارې يې څواړخيزم او خبرې اترې او د پرمختګ لوری يې ګډې ګټې او ټولشموليت دی.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۵ کلن پرمختګ مزل کړی او د لويو هېوادونو، د ګاونډيو هېوادونو او د لويو او کوچنيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نمونې جوړې کړي او د نړۍ د نيمايي نفوس او يو په څلورمه اقتصادونو پرمختيايي قوتونه راغونډ کړي دي.
شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د رول د ښه کارولو لپاره ۳ فقره ييز وړانديز وکړ:
۱ـ د ګډو قوتونو له لارې دې يوراسيايي وچې ته ګډه سمسورتيا او پرمختګ ورسول شي.
۲ـ د ګډو ځيرکتياوو په رڼا کې دې د سراسري جنوب هېوادونو پرمختګ او پراختيا پياوړې شي.
۳ـ د ګډو اقداماتو تر لارښوونې لاندې دې د نړيوالې حکومتولۍ اصلاحات او ښه والی رامنځته شي.






























