د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام د سپټمبر په لومړۍ نېټه په ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړی، چې امریکايي ځواکونو د ایران پر نظامي اهدافو د نوې دورې بریدونه تر سره کړي، چې په دې اهدافو کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د هوايي برید ضد ځایونه، رادار سیستمونه، سمندري شتمنۍ او تاسیسات، د ماین اچولو وړتیا او مخابراتي مرکزونه شامل دي.
د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د سپټمبر په لومړۍ نېټه اعلان کړی، چې د امریکا يادو بريدونو په ځواب کې یې عمليات پیل کړي او د امریکايي ځواکونو یو MQ-9 ډرون یې راغورځولی دی.
د اردن وسله والو ځواکونو د سپټمبر په دویمه نېټه سهار وختي یوه اعلامیه خپره کړې او ويلي يې دي، چې د اردن د هوايي برید ضد سیستم په تېرو څو ساعتونو کې له ایران څخه لېږل شوي ۱۰ بالیستیک توغندي شنډ کړي دي.






























