د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د مسکن او سرپناه د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پانګوال باید د کور جوړونې په برخه کې پانګونه وکړي. برادر په پنځم مکروریانو کې د «سولې» استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې وویل، په کابل کې د نفوسو زیاتوالی او د کورونو کمښت هغه ستونزې دي چې د استوګنیزو پروژو له پراختیا سره تر یوه حده حل کېدای شي. نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، هڅه کوي، چې ټولې ځنډول شوې پراختیايي پروژې بېرته پیل او بشپړې کړي.






























