د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۳۸۹ افغان کډوال چې ښځې، ماشومان او مجرد کسان هم په کې شامل دي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بند خونو خوشې او د تورخم او سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه کسان د بېلابېلو مودو لپاره د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو. وزارت زیاتوي، راستنېدونکي له نوملیکنې او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.






























