د چين د دولت رئیس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي یوان د سپتمبر د ۲مې نېټې په سهار په قاهره کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له مېرمنې انتیسار السیسي سره د چای څښلو پرمهال خبرې وکړې او د لاسي صنايعو له يوه کوچني نندارتون څخه یې لیدنه هم وکړه.
دواړه خواوې د چين او مصر ترمنځ په دوستۍ، کلتوري چارو او د خلکو ترمنځ پر تبادلې غږېدلي دي. پنګ لي يوان وويل، مصر لرغونی تاريخ او ژور کلتوري میراث لري. هغې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي توکي ډېر ښايسته بللي او په وينا يې، دغه توکي د مصريانو د حکمت او ځانګړي هنري حس پوره ښکارندويي کوي. هغې وويل، چې چين او مصر له کلتوري پلوه ډېر ورته والي لري او هيله يې وښوده، چې د دواړو هېوادونو هنرمندان نظري تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي، څو دوديز لاسي صنايع د ساتلو او متقابلې زده کړې له لارې پرله پسې نوې ځلا وښيي.






























