د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېش د سپتمبر په دويمې نېټې د خپل وياند له لارې د امريکا او ايران د شخړو د نوي پړاو له امله سختې اندېښنې څرګندې کړې او له دواړو هېوادونو څخه يې غوښتي، چې د ستونزو د حل لپاره ډيپلوماتیکو لارو ته راستانه شي.
د انټونيو ګوترېش وياند دوجاريک په همدې ورځ د ملګرو ملتونو په مطبوعاتي غونډه کې وويل، ګوترېش د شخړو له امله ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې، په ځانګړې توګه په ايران کې پر یوه واده د ترسره شوي برید د راپورونو په اړه سخت اندېښمن او حيران شوی دی، هغه پر ملکي وګړو بريدونه غندي او له ښکېلو خواوو څخه يې غواړي، چې د نړيوال بشري قانون مراعات وکړي، له زغم کار واخلي او له هرې هغې کړنې څخه چې د کړکېچ د زياتېدو سبب کیږي، ډډه وکړي.
دوجاریک زياته کړه، چې ګوترېش له امريکا او ايران څخه غوښتي، چې د ستونزو د حل لپاره ډيپلوماتیکو لارو ته راستانه شي او په وينا يې، خبرې او مذاکرات د شخړو د بشپړ او دایمي حل يوازينۍ لاره ده.






























