د چين او روسيې د انرژۍ ۸م سوداګریز فورم د سپتمبر په څلورمه نېټه د روسيې په ولاديوستوک کې ترسره شو. د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه.
رئيس شي جين پينګ په دې پیغام کې ويلي چې سږ کال د چين او روسيې د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو ۳۰مه کليزه او د دواړو خواوو تر منځ د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ تړون د لاسليک ۲۵مه کليزه ده. په دې وروستيو کلونو کې، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو د پېچلو او بدلېدونکو نړيوالو حالاتو سره سره په لوړه کچه وده کړې. د انرژۍ همکارۍ په برخه کې، دواړو خواوو ډېرې زياتې لاسته راوړنې ترلاسه کړې او دا د دواړو اړخونو د ګډ پرمختګ لپاره ډېر مهم ارزښت لري.
رئيس شي جین پینګ زياته کړه، چې اوسمهال د انرژۍ نړيوال نظم د ژورو تعديلاتو څخه تېرېږي، فرصتونه او ننګونې يو بل سره تړلي دي. چين غواړي له روسيې سره د انرژۍ همکارۍ د ژورتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
په همدې ورځ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه فورم ته د مبارکۍ پیغام هم استولی دی.






























