د فراه ځايي چارواکي وايي، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت او همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ د یو میلیارد، ۹۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۱ پرمختیايي پروژې پلې شوې دي. د فراه د اقتصاد رئیس مولوي جمالالدین جلالي رسنیو ته ویلي، دغه پروژې د روغتیا، پوهنې، ګمرک، ارشاد، حج او اوقافو، ښاروالۍ، ټرانسپورټ او ټولګټو چارو په برخو کې پلې شوې دي. د نوموړي په وینا، له دغو پروژو ۲۷ بشپړې شوې او پاتې نورې یې لا هم تر کار لاندې دي. د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې شاوخوا ۲۲ زره کسانو ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه هم برابره شوې ده.






























