د افغانستان د نفت او ګاز شرکت عمومي رییس محمدنصیر رحیمي وایي، افغانستان د نفت او ګاز ډېره برخه له ایران، ترکمنستان، روسیې، بلاروس او قزاقستان څخه واردوي. نوموړی وايي، د هرمز تنګي ستونزې د انرژۍ پر نړیوال تأمین اغېز کوي او ښايي افغانستان ته د نفتي توکو پر عرضه او بیو هم اغېز ولري. هغه وایي، دا مهال افغانستان ته د نفت او ګاز واردات له ټولو مهمو صادرونکو هېوادونو دوام لري او شاوخوا ۱۶۰ شرکتونه د دغو توکو په واردولو کې فعالیت کوي. رحیمي ډاډ ورکوي چې د احتکار او بیو لوړولو د مخنیوي لپاره د بازار څارنه کېږي.































