د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۷مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وکتل.
لي چيانګ په خپلو خبرو کې وويل چې قطر په منځني ختيځ او د خليج په سيمه کې د چين يو مهم ستراتيژيک همکار دی. د رئیس شي جين پينګ او امير تميم تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې، د چين او قطر ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو ثابت پرمختګ کړی، متقابل سياسي باور په دوامداره توګه پياوړی شوی او متقابلې ګټورې همکارۍ سترې پايلې ترلاسه کړې دي.
لي چيانګ څرګنده کړه چې چين غواړي له قطر سره د پرمختيايي ستراتيژيو همغږي پياوړې کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ کارونه له لوړ کيفيت سره بشپړ کړي او د دوديزې انرژۍ، نوې انرژۍ، بنسټیزو تاسیساتو، مصنوعي ځیرکتیا او پولي چارو او نورو برخو کې همکارۍ ژورې کړي ترڅو د متقابلو ګټو بر بنسټ لازیاتې پايلې ترلاسه کړي. چین د قطر ملاتړ کوي چې د منځني ختیځ په وضعیت کې د منځګړیتوب رول ولوبوي او غواړي د قطر په شمول نورو سیمه ییزو هېوادونو او همدارنګه له نړیوالې ټولنې سره د سیمې د سولې او ارامۍ د ژر بیا رامنځته کېدو لپاره کوښښ وکړي.































