د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او ازبکستان د دودیزو صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شوی دی. د بلخ ولایت د والي ویاند په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه نندارتون کې د دواړو هېوادونو سوداګرو، پانګوالو او افغان چارواکو ګډون کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، په نندارتون کې د غالیو، کرنیزو او خوراکي توکو، قیمتي ډبرو، جامو او نورو محصولاتو لپاره تر سلو ډېرې غرفې جوړې شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او یو شمېر نورو چارواکو هم د نندارتون په پرانیستلو کې ګډون کړی دی.































