د ۲۰۲۶ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د سپتمبر له ۹مې نه تر ۱۳مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوی دی. د دغه نړيوال نندارتون د وياړلي مېلمه ناروې هېواد سوداګريز مستشار او په چين کې د دغه هېواد د نوښتګرو چارو ملي ادارې مسؤل هېنينګ کريستوفرسن دا نظر لري، دا چې د چين د خدماتي سوداګرۍ کيفيت په پر له پسې توګه لوړېږي، د هېواد په دننه کې خدماتي اړتياوې په دوامداره توګه زياتېږي، د ناروې په شمول د مختلفو هېوادونو تصديو ته نوي فرصتونه برابرولای شي.
نن ورځ د اقتصاد او سوداګرۍ نړيوال حالت د چټک بيا تنظيمېدو په حال کې دی چې خدماتي سوداګري ورځ تر بلې د اقتصادي پرمختګ مهم انجن ګرځېدلې ده. اړوندې شمېرې ښيي، په ټوله نړۍ کې د خدماتي چارو زياتوالی په نړيوال اقتصادي حجم کې ۶۵ سلنه نيسي او د نړيوالې سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې څه دپاسه يو په څلورمه برخه جوړوي. روان کال د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان پيلېږي. د چين حکومت په سږني کاري راپور کې د خدماتي چارو د کميت او کيفيت پراختيا د ټول کال په مهمو کارونو کې شامل کړی او ”د چين خدمات“ برنډونو د روزلو پلان يې ټاکلی دی. په داسې حال کې د ۲۰۲۶ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون کې ۹۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو خپلې غرفې جوړې کړې، څه باندې ۴۰۰ مخکښو نړيوالو تصديو پکې خپل توليدات ښودلي او کابو ۱۲۰۰ ډول ډول لاسته راوړنې پکې رامنځته شوې دي. د استرالیا د سوداګرۍ او پانګونې کمېټې د چيني زون عمومي مدير او په چين کې د استراليا د سوداګريزو چارو وزير مستشار دومينيک تريندادي چې څو ځله يې په دغه نندارتون کې ګډون کړی، د چين مېډيا ګروپ خبريال ته ويلي، اوس مهال د نړۍ پر وړاندې رنګارنګ ننګونې موجودې دي. د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون مختلفو هېوادونو ته د خپلمنځي نظر تبادلې او همکارۍ ګټور ډګر برابروي او د ګټې-ګټې همکارۍ هم پرمخ بېولی شي.
چين په نړۍ کې د خدماتي سوداګرۍ دوهم لوی هېواد بلل کېږي. له تېرو څو کلونو راهيسې ”د چين خدماتو“ کيفيت پر له پسې لوړ شوی او پکې مخ په زياتېدونکي ځيرکې ټکنالوژۍ سمبالېږي. د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چيني خدماتو صادرتي او وارداتي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زياتوالی ښيي چې تخصصي خدماتي چارې پکې ۵۳.۵ سلنه جوړوي . د سږ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون کې ”د چيني خدماتو“ نمونوي غرفه جوړه شوې چې پکې د مصنوعي ځيرکتيا، لوی موډل او اې ای اېجنټ(AI Agent) په اړه نمونې په سلو کې څلوېښت برخه جوړوي. ترې د چين پیاوړی نوښتګر ځواک ښکاري. دا په چين کې د بهرنيو تصديو د څېړنيز او نوښتګرو مرکزونو جوړولو او نوښتګر پرمختګ موندلو ته نوی خوځنده ځواک برابرولی شي.
د امريکا د کارګيل شرکت د شمالي اسيا زون مرستيالې عمومي مديرې مېرمن ليو چانګ د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره خپل نظر شريک کړی، دا چې د چين مصرف کوونکي باکيفيته توکو او خدماتو ته زياته اړتيا لري او په دغه هېواد کې نوښتګر استعدادونه او نوښتګره فضا ښه روزل کېږي، خپل شرکت ته ښکلی راتلونکی جوړوي.
د جاسن طبي ټکنالوژۍ شرکت د چيني زون د عملياتي څانګې مسؤل توليو وليوېرا په دې اړه ويلي، څه موده دمخه د چين په سوجو ښار کې د خپل شرکت د يوې توليدي فابريکې د جوړولو ۲۰مه کليزه نمانځل شوې او د توليدي توان د پراختيا په پار يوه نوې توليدي کرښه پکار لوېدلې ده. له دې څخه د چين پر نوښتګرې فضا او وړتيا زموږ ستاينه او قدرداني څرګندېږي.
چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې لا زياتو بهرنيو خدماتو ته د خپل بازار دروازه خلاصه کړي. نړۍ د سږ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون له لارې د ورخلاصون او همکارۍ لا پراخه فضا ليدلی شي.
د چين حکومت «د خدماتي چارو د کميت او کيفيت د پراختيا وړانديز» له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دغه هېواد د خدماتي چارو عمومي پيمانه تر سل ټريليونو يوانو زياته شي او ”د چين خدمات“ لا زيات برنډونه به وروزل شي. دا به د نړيوالې سوداګرۍ هڅونه وکړي او نړۍ ته به لا زياتې ګټې ورسوي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د نړيوالې سوداګرۍ او توکو ادارې مشرې لوز ماريا ده لا مورا ويلي، چين اوس نورو هېوادونو او تصديو ته د سوداګريزو فرصتونو د برابرولو په هڅه کې دی.































