د چین او لاتينې امريکا د بشري حقونو د ګرد ميز درېيمه غونډه د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د پيرو په پلازمېنه ليما کې د څو اړخیزم او بشري حقونو تر سرليک لاندې ترسره شوه. د چين او د لاتينې امريکا او کارابين ۲۳ هېوادونو نژدې دوه سوه لوړپوړي چارواکو، پخواني سياستوالو، کارپوهانو او د ټولنيزو سازمانونو، خبري رسنيو او فکري ارګانونو استازو د سولې، پرمختګ او د بشري حقونو د مديريت، د چین او لاتينې امريکا ترمنځ د همکاريو، د بشري حقونو د پرمختګ او په دې برخه کې د تمدنونو د تبادلې او زده کړې وړ مسایلو په باب د نظريو تبادله وکړه.
د پیرو د سان مارکوس پوهنتون مشر هيري رامون ويلي چې دغې غونډې د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو د تبادلې او شريکولو لپاره فرصت برابر کړی او هيله يې ښودلې چې ګډونوال په دې غونډه کې نوي وړانديزونه وکړي او د مختلفو هېوادونو د خلکو د ښوونې او پرمختګ د پرمخ بېولو او د نېکمرغه ژوند د لټولو لپاره خپل خدمتونه وکړي.































