د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کميسيون رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د جي لين پوهنتون د تاسیس د ۸۰مې کليزې په پار ورته د مبارکۍ پيغام ولېږه او د دې پوهنتون ټولو ښوونکو، کارکوونکو، زده کوونکو او محصلینو ته يې مبارکي وويله.
رئیس شي جین پينګ په خپل پيغام کې هیله ښودلې چې جي لين پوهنتون به د نوې زمانې لپاره د چيني شکله سوسياليزم فکر په لارښوونې ملي ستراتيژيکو غوښتنو ته په تمرکز ، په پر له پسې توګه خپل مسلکي جوړښت اصلاح او د تدريس او څېړنې سویې نورې لوړې کړي، د لوړ پوړو استعدادونو د روزلو لپاره به هڅه وکړي، چې په نوې زمانه کې د چین د شمال ختيځ سیمې د بیا سمسورتیا او د چیني شکله عصري کولو د هڅولو لپاره لازیات خدمتونه وکړي.































