د هیل ورځپاڼې(The Hill) د سپتمبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته راپور ورکړی چې له مخې یې د ایران پر وړاندې د جګړې لګښت له ۴۲ میلیاردو ډالرو څخه زیات شوی، دغه شمېر د پنټاګون لخوا د خپاره شوي پخواني شمېر څخه څلور اعشاریه پنځه میلیارډه ډالره زیاتوالی ښيي.
خبر وايي چې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د تېر اګست په ۱۳مه نېټه د کانګرس اړوندې کمېټې ته له ایران سره د جګړې لګښت وروستۍ ارزونه وړاندې کړې وه.































