د کډوالۍ نړیوال سازمان د سپتمبر په ۲۱مه نېټه نوې شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په یمن کې د جګړې د وروستي شدت له امله نږدې ۱۳۰ زره کسان بې کوره شوي دي.
شمېرې همدارنګه ښيي، چې د یمن په اوو ولایتونو کې ټولټال ۱۲۹زره او ۴۳۸ کسان او شاوخوا ۲۱ زره او ۵۷۳ کورنۍ بې کوره شوي دي.
دغه سازمان ویلي، چې کارمندان يې اوسمهال بې کوره شوو کسانو ته بیړنۍ مرستې رسوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې لازيات ملاتړ ورته برابر کړي.































