د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې د ګډون او وینا لپاره د امریکا نیویارک ښار ته رسېدلی دی. د ایران د ولسمشرۍ دفتر او نړیوالو راپورونو هم د نوموړي د نیویارک ته د رسېدو خبر تایید کړی دی. ټاکل شوې پزشکیان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي او د غونډې په څنډه کې له یو شمېر ګډون کوونکو مشرانو، سیاسي او فرهنګي څېرو سره جلا لیدنې ولري. د هغه وینا د چهارشنبې په ورځ ټاکل شوې ده. د دغو لیدنو د اجنډا او احتمالي ګډونوالو په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.































