د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې له افغان ولس سره د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې او له اسلامي امارت سره یې د تعامل او عملي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی. دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې جوړه شوې وه. په غونډه کې د افغانستان پر وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي. د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي اسماعیل ولد شیخ احمد ویلي، له افغان چارواکو سره د سازمان د تعامل او عملي همکاریو تګلاره د افغانانو د ګټو د خوندي کولو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره مهمه ده. نوموړي د کابل د سازمان د ماموریت او ساحوي دفتر له لارې د نجونو د زدهکړو، روغتیا او ټولنیزې همغږۍ په برخو کې د سازمان هڅې هم یادې کړې دي.































