د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یالچین رفییف ویلي، افغانستان د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو له پراختیا سره د سیمې د نښلولو پر مهم مرکز د بدلېدو وړتیا لري. نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کې کړې دي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، رفییف په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې له هڅو خپل ملاتړ هم څرګند کړی دی.































