د چین ولسمشر شي جینپینګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یې خبرې کړې دي. شي جینپینګ ویلي، چین او امریکا باید د مساوات، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د خپلو اړیکو د ثابت او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې وکړي. دواړو مشرانو د مصنوعي ځیرکتیا، منځني ختیځ، د اوکراین جګړې او د کوریا ټاپووزمې د وضعیت په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده. ټرمپ ویلي، د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو د لا نږدې کېدو لپاره به ډیالوګ او همکارۍ دوام وکړي.































