د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځایي وخت د سپټمبر د ۲۴مې نېټې په سهار په سپینې ماڼۍ کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ تود هرکلی وکړ.
کله چې شي جين پينګ او د هغه مېرمن پنګ لي يوان په موټر کې سپینې ماڼۍ ته ورسېدل، نو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ميلانيا ټرمپ له موټره د ښکته کېدو ځای کې د هغوی تود استقبال وکړ.
شي جین پينګ او ډونالډ ټرمپ په جلا جلا توګه ويناوې وکړې.
شي جين پينګ په خپله وينا کې د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو چینايانو په استازیتوب امريکايانو ته د زړه له کومي صميمانه نيکې هيلې وړاندې کړې او د امريکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کاليزې په مناسبت يې ورته مبارکي وويله.
شي جين پينګ وويل: “زه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه امريکا ته په رسمي سفر راغلی یم او موخه مې دا ده، چې د دواړو هېوادونو دوستي ټينګه شي او همکارۍ یې لا پراخې او ګټې یې زياتې شي. چين او امريکا د دوو لويو هېوادونو په توګه د نړۍ، وخت او تاريخ د بدلونونو پر وړاندې د بشر د پرمختګ او ترقۍ د پياوړتيا په برخه کې درندې تاريخي دندې پرغاړه لري. ما او ولسمشر ډونالډ ټرمپ چين ته د ده د سږني رسمي سفر په ترڅ کې د چين او امريکا ترمنځ د رغنده ستراتېژيکو ثابتو اړيکو پر ټينګښت هوکړه کړې ده. د دواړو هېوادونو خلکو او هم نړيوالې ټولنې د دغې هوکړې پراخ هرکلی کړی دی. زه به له ولسمشر ټرمپ سره يو ځای د همدې لپاره کوښښ وکړم، څو د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په سمندر کې د يوې لويې بيړۍ د ثابت حرکت په شان د اوږدې مودې لپاره ټينګې شي.
شي جين پينګ د چين او امریکا ترمنځ د نظريو د تبادلو پر اړتيا ټينګار وکړ او ویې ویل: “چين او امريکا په مختلفو حالاتو کې دي، خو د صميمانه، ژورو او دواملرونکو خبرو اترو په رڼا کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تفاهم پياوړی شي، د توپيرونو په کمولو سره به یې ګډې نظريې زياتې او متقابل باور به یې لا ټينګ شي. د دواړو هېوادونو ګټې له یو بل سره ژورې تړلې دي او د همکاريو امکانات يې ډېر پراخ دي. که څه هم د چين او امريکا د همکاريو په رڼا کې د نړۍ ټولې مسئلې نه شي حل کېدای، خو له دوه اړخيزو همکاريو پرته یې په نړۍ کې ډېرې مسئلې نه شي هوارېدلی. چين او امريکا د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې لوی لاس لري، نو دا توان او هم مسؤليت لري، چې مصنوعي ځيرکتيا ته پرمختګ ورکړي او کنټرول پرې ولري او په دې سره به مصنوعي ځيرکتيا تل د بشر تر کنټرول لاندې وي او د خلکو د هوساينې په ګټه به وي. چين او امریکا باید په سوله کې ګډ ژوند وکړي. ځکه خپلمنځي همکارۍ يې دواړو خواوو ته ګټې او شخړې ورته زيان رسوي. دواړه خواوې بايد يو له بل سره د لانجې او جګړې د نه کولو پر اصلي کرښې ټينګار وکړي. په دې سره به د توسيډيډيس دام لغوه شي. “
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې چين او امريکا اوږه په اوږه د فاشيزم پرضد مبارزه کړې ده. چينايان به دغه تاريخ هيڅکله هېر نه کړي او د امريکايانو به هم هېر نه شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو هيلې په ولسونو او راتلونکی يې په ځوانانو پسې نژدې تړاو لري. چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۰۰ زرو امريکايي تنکيو ځوانانو ته په چين کې د نظريو د تبادلې او زده کړو زمينه برابره کړي. پنډا د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ سفيره بلل کېږي. څو ورځې وروسته به د پينګ پينګ او فو شوانګ په نوم دوه پنډاګانې د اټلانټا ژوبڼ ته ورسېږي او امريکايان به یې له نږدې وګوري.
شي جين پينګ په ټینګار ويلي، د چيني ملت د بيا سمسورتيا ستره موخه او د امريکا د بيا عظمت ستره چاره په ګډ لوري روانېدای شي او يو له بل سره هیڅ ټکر نه لري. دواړه خواوې بايد ولسونو ته لومړيتوب ورکړي او تاريخي دندې پر غاړه واخلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي او د لا په زړه پورې او ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره ښې همکارۍ وکړي.
ډونالډ ټرمپ امریکا ته د شي جين پينګ د دې تاريخي سفر تود هرکلی کړی او ويلي يې دي: “ما له رئیس شي جين پينګ سره د متقابل درناوي پر اساس ستره دوستي ټينګه کړې او همدا د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري. امریکا او چين څو پېړۍ دمخه له پراخ سمندر په تېرېدو سوداګرۍ او متقابلې زده کړې پيل کړې دي. رئيس شي جين پينګ د امريکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کليزې په درشل کې واشنګټن ته سفر کړی، دواړه خواوې به همکاریو ته دوام ورکړي او د نړۍ لپاره به خدمتونه وکړي. زه به له رئيس شي جين پينګ سره د سوداګرۍ، امنيت، مصنوعي ځیرکتيا، تکنالوژۍ او نورو مسايلو په اړه ژور بحثونه وکړم، څو د نړۍ د راتلونکو څو لسیزو د سولې او سمسورتيا لپاره ټینګ بنسټ کېږدم. امريکا او چین اوږه په اوږه جګړه کړې وه او د دوهمې نړیوالې جګړې بريا يې ګټلې وه، د فلاینګ پړانګانو په څېر کېسې اوس هم د دواړو هېوادونو د خلکو په یاد دي. زه هيله من يم چې له رئيس شي جين پينګ سره د امريکا او چين د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړم.
له وينا وروسته شي جين پينګ او د هغه مېرمنې پنګ لي يوان د ډونالډ ټرمپ او د ده د مېرمنې میلانيا ټرمپ په ملتيا د امریکا د سمندري ځواکونو د قول اردو ننداره وکتله او بيا وروسته يې د سپینې ماڼۍ د ګلابو باغچه کې د تشریفاتي ګارډ احترام ومانه.
دواړو مشرانو د هرکلي مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې دوستانه خبرې وکړې.































