د چین د دولت رئیس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان پر ځايي وخت د سپتمبر د ۲۴مې نېټې په غرمې په واشينګټن کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مېرمنې ميلانيا ټرمپ سره د اسيايي هنر له ملي موزيم څخه ليدنه وکړه.
د دواړو هېوادونو د مشرانو مېرمنو په دې موزيم کې د پیکاک تالار په شمول له څو نندارځيو څخه لیدنه وکړه.
پنګ لي يوان د امریکا له هغې کړنې څخه، چې پدې وروستيو کلونو کې يې څو ځلې چين ته د دغه هېواد تاريخي اثار بېرته ورکړي، قدرداني کړې او هيله یې ښودلې، چې دواړه هېوادونه د کلتوري تبادلو او د کلتوري ميراثونو د ساتلو په برخو کې همکارۍ پرله پسې پياوړې او د خلکو ترمنځ دوستي تقويه کړي.
پنګ لي يوان او میلانيا ټرمپ له دې موزيم څخه تر ليدنې وروسته د امريکايي تنکيو ځوانانو د چيني سندرو ویلو ننداره وکتله او له دوی سره يې خبرې وکړې.
پنګ لي يوان هغوی وهڅول، چې د چيني ژبې او چيني کلتور د مطالعې هڅو ته دوام ورکړي او د چين او امریکا د دوستۍ استازي واوسي.
د اسيايي هنر ملي موزيم په امریکا کې د اسيايي هنر د ساتنې، څېړنې او ښودنې يوه مشهوره موسسه ده.































