د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې له پاکستان څخه څه باندې ۴۳۹ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه سازمان په وینا، ۹۰ سلنه افغانان په خپله خوښه او ۱۰ سلنه نور د پاکستاني چارواکو له لوري تر ایستلو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، په دې موده کې له پاکستانه د بېرته ستنېدونکو افغانانو ۹۷ سلنې د نیول کېدو وېره د خپله بېرته ستنېدو اصلي لامل بللې ده.































