د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، وایي چې د اسلاماباد له لوري افغانستان ته د مصنوعي نشهيي توکو د سرچینې نسبت ورکول «بېاساسه او سیاسي انګېزه لرونکې» ادعا ده. د بلخي په وینا، په اسلاماباد کې د امریکا سفارت ادعا کړې چې د امریکا او پاکستان په ګډو هڅو سریلانکا ته د دغو نشهيي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.































