د ۲۰۲۶ کال د سپوږمۍ اختر په وياړ د چین مېډیا ګروپ د ماښامنۍ نندارې د پروګرامونو لېست د سپتمبر په ۲۵مه نېټه خپور شوی دی.
دغه ماښامنۍ ننداره د چین د ان هوی ولایت په هوای نان ښار کې ترسره کېږي. د روانې میاشتې د ۲۵مې نېټې د شپې په ۲۰ بجې به دغه ننداره د چین مېډیا ګروپ د CCTV-1 په ګډون پر بېلابېلو ټلوېزیوني چینلونو، نويو رسنیزو پلاټفورمونو، راډیويي څپو او له چین څخه بهر پر ټولنیزو رسنیو خپره شي.
دغه ننداره به همدارنګه د هانګ کانګ او مکاو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د مهمو رسنیو له لارې او په اسټرالیا، نیوزیلنډ، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو کې لیدونکو ته وړاندې شي.































