د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ده مېرمن مېلانيا ټرمپ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۲۴مې نېټې په شپه په سپينې ماڼۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان د هرکلي په پار ملي مېلمستيا جوړه کړه.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان سپينې ماڼۍ ته د رسېدو پر وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن مېلانيا لخوا تود هرکلی شوی دی.
شي جين پينګ او ډونالډ ټرمپ د ملي مېلمستيا تر پيل وروسته په جلا جلا توګه ويناوې وکړې.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا د مختلفو ټولنو هغو شخصيتونو ته سلامونه او د چين د سپوږمۍ اختر په مناسبت نېکې هيلې يې وړاندې کړې چې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته پام او ورڅخه ملاتړ کوي.
شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په مې مياشت کې چين ته بريالی سفر کړی. د چين او امريکا مشرانو په څه کم نيم کال کې له يو بل څخه رسمي ليدنې کړې. دا د دواړو هېوادونو د تګ راتګ په تاريخ کې بې ساری تعامل ليدل کېږي. امريکا څخه زما د روانې ليدنې په ترڅ کې زياته نوې اجماع رامنځته شوې چې د دواړو هېوادونو د رغنده ستراتيژيک ثبات اړيکو محتويات يې غني کړي او دوه اړخيزو اړيکو ته يې نوې ستراتيژيکه لارښوونه برابره کړې ده.































