د کلمبيا خارجه وزارت د سپتمبر په ۲۴مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، حکومت يې د سپتمبر له ۱۹مې نېټې څخه رسماً له ايران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې دي.
د دغې اعلاميې له مخې، دغه پرېکړه د کلمبيا حکومت لخوا د هېواد او سيمې د امنيت او له نړيوالو جرمونو سره د مبارزې په پار شوې ده.
په دغه اعلاميه کې ټينګار شوی چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي اړيکو د پرې کولو په مانا نه ده.































