په عشقاباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضلمحمد صابر د سعودي عربستان د ملي ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د دغه هېواد له سفیر عامر بن علي الشهري سره د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. صابر ویلي، دواړه هېوادونه کولی شي خپلې اړیکې لا پیاوړې او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي. نوموړي د سعودي عربستان سفیر او خلکو ته د ملي ورځې مبارکي هم ویلې ده. په دغو مراسمو کې د ترکمنستان لوړپوړو چارواکو، بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د سیاسي استازولیو مشرانو ګډون کړی و.































