د چين دولت رئیس شي جين پينګ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه د سپتمبر له ۲۳ مې تر ۲۵ مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړه او د ليدنې پر مهال يې له ولسمشر ټرمپ سره د دوه اړخيزو اړيکو او نړيوال وضعيت په اړه د نظريو ژوره تبادله او دواړو خواوو اته مهمې هوکړې وکړې، چې پکې تر ټولو مهمه هوکړه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو نوي تعریف ته د زیاتې مانا ورکول دي، څو “د درناوي، عدالت او برابرۍ پر بنسټ د چين او امريکا ترمنځ رغنده ستراتېژيکې ثابتې اړيکې جوړې شي. دا مهمې هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل چلند يا تعامل سمې لارې ته روښانه ستراتېژیک لارښود ورکړی دی.
دا له ۱۱ کلن ځنډ وروسته امريکا ته د رئیس شي جين پينګ رسمي سفر دی، او د دواړو هېوادونو مشرانو له تېرو شپږو مياشتو نه کم وخت کې يو د بل هېواد ته سفرونه کړي، چې د دواړو هېوادونو په تاريخ کې ساری نه لري. “رئیس شي جين پينګ ستر مشر دی” “دا يوه ستره شېبه ده” “دا يو ستر سفر دی” …… ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې سفر لپاره څو ځلې (ستر) کليمه کارولې ده، هغه د رئیس شي جین پينګ د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغی او هغه ته يې په بشپړو تشریفاتو هرکلی ووايه، چې رئیس شي جین پينګ ته د امريکا بشپړ درناوی او له چين سره يې اړيکو ته لوړ اهميت ترې څرګند شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د روان کال په مې کې چين ته سفر وکړ، د دې سفر پر مهال دواړو مشرانو د خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو نوی تعریف تائيد کړی او دا اړيکې يې “د چين او امريکا ترمنځ رغنده ستراتېژيکې ثابتې اړیکې” بللې دي، هغوی دغه راز د اړيکو د پرمختګ داسې لوری روښانه کړی، چې همکارۍ ته لومړيتوب ورکړي، سيالۍ يې متعادلې، اختلافات يې د کنټرول وړ او سولې ته هیله بښونکې آینده مشخصه وي. امريکا ته د رئیس شي جين پینګ د سفر پر مهال دواړو مشرانو بيا د درناوي، عدالت او برابرۍ پر بنسټ د رغنده ستراتېژیکو ثابتو اړيکو پر ټينګښت هوکړه وکړه. له دې هوکړې څخه دا مثبت پيغام ورکړل شوی، چې چين او امريکا به پر یوه لوري روان وي او غواړي په سوله ييزه توګه يوځای پاتې شي او ګټې-ګټې همکارۍ وکړي.
(درناوی، عدالت او برابري) درې مهمې کليمې څه معنا لري؟
(درناوی) پدې معنا دی، چې دواړه هېوادونه یو د بل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا، ټولنيزو سیسټمونو او پرمختيايي لارو، اصلي منافعو او یو د بل اصلي اندېښنو ته درناوی کوي. (عدالت) پدې معنا دی، چې دواړه خواوې متقابلې ګټورې همکارۍ کوي، اختلافات د مشورو له لارې حلوي، صفر- جمع لوبه چې پکې د یو لوري بریا د بل لوري د ماتې پر بنسټ وي، نه کوي او خپله یواړخيزه او مطلقه برتری نه لټوي.
سږکال هم د چين او هم د امریکا د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. چين په روان کال کې د خپل اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان پيل کړې او امريکا بيا د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه لمانځي. د دې نقطې په درک کولو سره چې د چیني ملت د سترې بیا احیا د تحقق او د امریکا د بیا سترېدو ترمنځ ټکر نشته، دواړه کولای شي په موازي ډول، له یو بل سره په همغږۍ او متقابلې بریا سره مخته ولاړ شي او د نړۍ لپاره هوساینه رامنځته کړي.
په نوې تاريخي پېلامه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ رغنده ستراتېژيکې ثابتې اړيکې څنګه کولی شي، چې د دواړو هېوادونو خلکو او نړيوالو ته زياتې ګټې ورسوي؟
د امريکا د کون (Kuhn) صندوق رئیس روبرټ لارنس کون وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو مشرانو ترمنځ د نظريو تبادلې د متقابل پوهاوي او باور په پیاوړتیا کې مرسته کوي او هغه باور لري چې د رئيس شي جین پینګ د دې سفر مثبتې پایلې به د امریکا او چین د اړیکو د باثباته پرمختګ پر خوځنده ځواک بدل شي.
امريکا ته د رئیس شي جين پينګ د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مرکچي پلاويو په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې هم مثبتې پايلې ترلاسه کړې دي، چې له مخې به يې د سوداګرۍ او پانګونې شوراګانې او د کرنیزو چارو ډله به جوړه کړي، یو د بل د ۳۰ ميليارډ ډالرو په ارزښت محصولاتو متقابلې تعرفې به کمې کړي او په کوالالمپور کې د شویو اقتصادي او سوداګریزو مشورو د لاسته راوړنو اعتبار به وغځوي. د امريکا او چين د سوداګرۍ د ملي شورا رئیس شان سټاين وايي، د چين تخنيکونه او تصدۍ په چټکۍ پرمختګ کوي او د دواړو هېوادونو همکارۍ په نړيوال بازار کې پراخ فرصتونه لري.
د دواړو هېوادونو مشرانو د ليدنې پر مهال موافقه هم کړې، چې د چين او امريکا د مصنوعي ځيرکتيا ډيالوګ له ميکانيزم څخه به ګټې پورته کړي، د مصنوعي ځيرکتيا د خطرونو او ګټو په اړه به د نظريو تبادله وکړي او له مصنوعي ځيرکتيا څخه د ناوړې استفادې د مخنيوي لپاره به ګډ کار وکړي. د کوریا او چین د اقتصاد او ټولنې د انسټیټیوټ رییس کانګ هوګو هیله څرګنده کړه، چې چین او امريکا به د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال ایکوسیسټم د پرمختګ د مسیر او د حکومتولۍ د میکانیزمونو د رامنځته کولو په برخه کې ژورې همکارۍ وکړي، څو پټ خطرونه کم شي او مصنوعي ځيرکتيا د بشري ټولنې د ټولیز پرمختګ لپاره ښه وکارول شي.
رئیس شي جين پينګ د دې سفر پر مهال اعلان وکړ، چې چین به په راتلونکو ۵ کلونو کې ۱۰۰ زرو امريکايي تنکيو ځوانانو ته بلنه ورکړي چې چین ته سفر وکړي، دغه راز دوه پانډاګان “پينګ پينګ” او “فوشوانګ” به ژر د امريکا اتلانتا ژوبڼ ته ولیږدوي.
د خلکو تر منځ متقابل پوهاوی د چين او امريکا د اړيکو پرمختګ ته قوي ځواک او تلپاتې خوځنده ځواک ورکوي.
چين او امريکا دوه لوی هېوادونه دي، تاریخ ښيي، چې همکارۍ به يې دواړو ته ګټې او تقابل به يې دواړو ته زيان رسوي او دواړه خواوې باید د نه شخړو او نه تقابل له سرې کرښې څخه تېر نه شي. د تايوان مسئله د چين او امريکا د اړيکو لپاره يوه مهمه موضوع ده، رئيس شي جین پينګ د دې سفر پرمهال هيله وښوده، چې امريکا دې د تایوان له جلاغوښتونکو سره د مخالفت دريځ ته دوام ورکړي، د تايوان له مسئلې سره دې په احتیاط برخورد وکړي او د چين او امريکا ترمنځ ستراتېژيکو همکاريو او د اړيکو پرمختګ ته دې ټينګ بنسټ جوړ کړي.
د تايلنډ پخوانی مرستيال صدراعظم او د تايلنډ او چین د کلتوري تبادلې د پراخولو کمېټې رئیس پوني وايي، که امریکا د یو چین پېژندنې اصل مراعات کړي، نو د چین او امریکا د اړیکو د ثبات پرمختګ لپاره به بنسټ رامنځته شي، چې په پایله کې به یې نړیوال ثبات خوندي شي او د نړۍ ټولو هېوادونو ته به ګټه ورسېږي.































