ډېرو نړیوالو شخصیتونو ویلي، چې له امريکا څخه د رئيس شي جين پينګ رسمي لیدنه مهم او لوی ارزښت لري. د دوی په اند، د دواړو هېوادونو مشرانو په دغه ملاقات کې د چين او امريکا ترمنځ د رغنده ستراتيژيکو ثابتو اړيکو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژوره تبادله کړې او د لاسته راوړنو موافقې يې جوړې کړې، په دې سره به د دواړو هېوادونو اړيکو د ثابت، سالم او تلپاتې پرمختيا لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي او نړيوالې ټولنې ته به هم ډېر باور ورسوي.

د امریکا کارپوه ناتان سټوټ ويلي:” زما په نظر، د چين او امريکا ترمنځ د رغنده ستراتيژيکو ثابتو اړيکو د جوړولو په اړه د رئيس شي جين پينګ وينا ډېره مهمه ده. هغه پر درناوي، عدالت او برابرۍ ټينګار کړی. رئيس شي جين پينګ د امریکا د ملي ارشيف له ادارې څخه د لیدنې پر مهال ويلي، سره له دې چې چين او امريکا بېلابېل تاريخ، کلتور او ټولنيز نظامونه لري، خو د دواړو هېوادونو خلک د ښه ژوند لپاره يوه ګډه هيله لري. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلي، توپيرونو ته د درناوي ورکولو په عين وخت کې دې ګډه موافقه جوړه شي چې داسې به د دواړو خواوو همکارۍ پراخې او پياوړې کړي.”

د روسیې د علمي اکاډمۍ د چين او معاصرې آسيا د څېړنې انسټيټيوټ مشر بابایف ويلي:” اوس دا روښانه شوې، چې په اقتصادي او سوداګريزې برخه کې د چين او امريکا لخوا جوړه شوې ګډه موافقه به د چيني او نړيوال اقتصاد لپاره ګټوره وي. د نړۍ د دوو لويو اقتصادونو ترمنځ همکارۍ د نړيوال اقتصاد له پرمختيا سره تړاو لري.”































