دفاع وزارت ويلي، د وسلهوالو څو ډلې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ، د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا د نورستان د کامدېش ولسوالۍ له لارې افغانستان ته داخلې شوې وې. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو کسانو غوښتل په سیمه کې ناامني رامنځته او تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، چې پر وړاندې یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات کړي دي. د وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې د یادو وسلهوالو تحرکات ځپل شوي، ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د دغو ډلو یو شمېر نور کسان د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته او د پاکستاني ملیشو مرکزونو ته شاتګ کړی دی. دفاع وزارت همداراز د پاکستان پوځ تورن کړی چې د خپلو کورنیو ستونزو د حل او د خلکو پر وړاندې د ناسم چلند د پای ته رسولو پر ځای، په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو او له پاکستانه افغانستان ته د وسله والو ډلو د لېږد هڅې کوي.































