چهارشنبه, سپتمبر 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات څلور برابره زیات شوي

    ناروې له افغانستان سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده

    کندهار کې د نویو کاني سیمو موندلو سروې پيل شوې

    نیمروز کې ۴۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات څلور برابره زیات شوي

    ناروې له افغانستان سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده

    کندهار کې د نویو کاني سیمو موندلو سروې پيل شوې

    نیمروز کې ۴۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
Os jogadores portugueses que procuram um casino online de referência sabem que a regulação pelo SRIJ é o primeiro sinal de confiança. link: melhoresjogosdecassinoonline.com opera de acordo com padrões rigorosos, disponibilizando uma seleção criteriosa de slots certificadas, mesas de dealer ao vivo e apostas desportivas em euros.
کورپاڼه تحلیل

امريکا ته د شي جين پينګ سفر

لیکنه:  جان روان ځاځی

سپتمبر 29, 2026
in تحلیل
0 0

امریکا ته د چین د دولت رئيس شي جین پینګ رسمي سفر او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د هغه پرتمین استقبال، په نړیواله کچه د ۲۱مې پېړۍ د یوې تر ټولو مهمې ډیپلوماټیکې پېښې په توګه ثبت شو. دا تاریخي سفر په داسې حال کې ترسره شو چې د نړۍ دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ اقتصادي او ټکنالوژیکي سیالۍ اوج ته رسېدلې وې؛ خو واشنګټن ته د شي جین پینګ په رسېدو سره، د تشریفاتو او ډیپلوماټیکو اړیکو بڼه په بې‌ساري ډول بدله شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د معمول ډیپلوماټیک پروټوکول خلاف، پخپله هوايي ډګر ته لاړ او په خورا ګرمه فضا کې یې د شي جين پينګ هرکلی وکړ. په پوځي اډه کې د سلو فټو اوږدې سرې غالۍ غوړول، د هوايي ځواک د ځانګړو الوتکو مانورونه او په سپینه ماڼۍ کې پرتمین پوځي مراسم، د دې ښکارندوی وو چې واشنګټن د بیجینګ د سیاسي وزن په درک کولو سره، د کړکېچ د کمولو لپاره «شخصي ډیپلوماسۍ» ته لومړیتوب ورکړی دی.

دواړو مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال، د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو نړیوالو مسایلو په اړه تفصیلي خبرې اترې کړې دي.

د «رغنده ستراتیژیک ثبات» نوی څپرکی

د دغو درنو تشریفاتي لیدنو تر شا، د سپینې ماڼۍ د مذاکراتو پر مېز خورا حساسې او ستراتیژیکې موضوعګانې پرتې وې.

شي جین پینګ او ډونالډ ټرمپ د سوداګریزو تعرفو د کمولو، د پرمختللو مایکروچپونو د سوداګرۍ او په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا د ګواښونو د کنټرول په اړه بحثونه کړي دي.

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د دغو خبرو اترو په ترڅ کې ویلي: «ما او ولسمشر ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې د چين او امريکا ترمنځ د رغنده، ستراتيژيکو او ثابتو اړيکو د ټينګښت هوکړه کړې وه. د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی تعریف د “رغنده ستراتېژيک ثبات” په توګه، د شته اړیکو واقعيت منعکسوي او د راتلونکو هيلو ښکارندوی دی. دا تعریف پر سمې پرمختیايي لارې يو مهم ګام دی؛ دواړه خواوې باید دغه لرلید پر واقعي عمل بدل کړي، ترڅو د چين او امريکا ترمنځ لا ثابته، سالمه او دوامداره راتلونکې جوړه شي او د دوو لويو هېوادونو په توګه يو له بل سره د ښه سلوک لار ومومي.»

نوموړي ويلي، چين او امريکا له مؤثرو همکاريو څخه ګډې ګټې ترلاسه کولی او په سالمې سيالۍ سره یو د بل هڅونه کولی شي. د ګډو نظريو په زياتېدو سره توپيرونه له منځه تللی شي او د متقابل باور په ټينګېدو سره سوله پياوړې کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ رغنده ستراتيژيکې ثابتې اړيکې به د دواړو لوریو د ولسونو او حتی د ټولې نړۍ د خلکو د ګټو د خوندیتوب سبب وګرځي.

اقتصادي همکاري او د مصنوعي ځیرکتیا مدیریت

شي جين پينګ د سوداګرۍ او اقتصاد په اړه ویلي: «د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو پلاويو د خبرو اترو په نوي پړاو کې نوي ترتيبات نیولي، چې دا د دواړو هېوادونو د صنعتي چارو، ولسونو او حتی د نړيوال اقتصاد لپاره ښه خبر دی. همکاري د ګډ پرمختګ لار هواروي. د اقتصاد او سوداګرۍ ثبات د همکاريو د لېست اوږدېدو او د ستونزو د لېست کمېدو ته اړتیا لري. که مونږ د مساوات، درناوي او ګډو ګټو پر روحيې ټينګار وکړو، د ستونزو د هوارولو لار موندلی شو. هيله ده چې دواړه خواوې يو د بل په لوري ګامونه پورته کړي او د اقتصادي اړيکو د دوامداره پرمختګ لپاره هڅې وکړي.»

رئیس شي د مصنوعي ځیرکتیا موضوع ته په اشارې ویلي، چې چين او امريکا په دې برخه کې لوی لاس لري او سره له شته سیالیو، دوه اړخیزې همکارۍ یې ښه راتلونکی لري. هغه په ټینګار ويلي: «دواړې خواوې بايد خپل غوره والی پياوړی کړي، له یو بل سره له مقابلې ډډه وکړي، په دوامداره توګه ډیالوګ ته دوام ورکړي او له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ناوړه استفادې مخه ونیسي. همدارنګه باید د بشر لخوا د مصنوعي ځيرکتیا کنټرول پياوړی شي او د نېکۍ د غوره کولو پر مفکورې ټينګار وشي، څو دا ټکنالوژي د انساني پرمختګ لپاره خدمت وکړي.»

د تایوان حساسه مسئله او سیمه ییز بحرانونه

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د تایوان په اړه ويلي، چې د هېواد د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو کې د بېجينګ دریځ روښانه او پرېکنده دی. هغه هیله ښودلې چې امریکا له چین څخه د تایوان د بېلتون غوښتنې سره د مخالفت پر سم دریځ ولاړه پاتې شي او په ډېر احتیاط دا مسئله حل کړي؛ ځکه همدا چاره د دواړو قدرتونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو لپاره کلک بنسټ کېدای شي.

که څه هم د تایوان او جنوبي چین سمندرګي پر سر ستراتیژیک اختلافات او ژورې بدګمانۍ لا هم پر خپل ځای دي، خو په دې لیدنه کې موافقه وشوه چې د احتمالي پوځي ټکر او ناسمو محاسبو د مخنیوي لپاره باید د اړیکو مستقیمې نظامي او ډیپلوماټیکې کرښې پرانیستې پاتې شي. د دې سفر په پای کې، د چین لخوا د امریکا ژوبڼونو ته د نویو پانډاګانو ډالۍ کول د «نرمې ډیپلوماسۍ» يوه مثبته نښه بلل شوې ده.

بلخوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته د رئیس شي جين پينګ دغه سفر یو ستر ګام بللی ويلي یې دي: «امريکا او چين دوه لوی هېوادونه دي او زما او رئيس شي جين پينګ ترمنځ ښه دوستي او ژور ډيالوګ ټينګ شوی دی.»

ټرمپ ويلي، د امريکا او چين اړيکې به د دوی تر مشرۍ لاندې لا نږدې شي او د دواړو لوریو د اقتصادي پلاویو نوي ترتيبات یې هم ستایلي دي. هغه د لا ښو هوکړو د لاسلیک لپاره پر دوامداره ډیالوګ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې دواړو مشرانو په دغې ليدنې کې د منځنۍ ختيځ د اوضاع، د اوکراين د بحران او د کوريا ټاپووزمۍ د وضعیت په شمول د مهمو نړیوالو او سيمه ييزو مسئلو د هواري په اړه هم د نظريو ګټورې تبادلې کړې دي.

پایله

د چین او امریکا اړیکې په ۱۹۷۹م کال کې د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو له ټینګېدو راهیسې، تل له ګڼو لوړو ژورو او ستراتیژیکو ننګونو تېرې شوې دي؛ ځکه دا د نړۍ د دوو سترو اقتصادي او پوځي قدرتونو ترمنځ تر ټولو پېچلې اړیکې دي چې د ټولې نړۍ پر امنیت، تجارت او ثبات مستقیمه اغېزه لري. په ټولیز ډول، واشنګټن ته د شي جين پينګ دغه تاریخي سفر وښودله چې سره له سختو سیالیو او بدګمانیو، دواړه لوري مسئلې هوارولی شي او هم پر دې حقیقت پوهېږي چې د نړیوال ثبات او اقتصادي ودې ساتل د یو او بل په سیاسي تعامل، ډیپلوماټیکو ناستو او د تشنج په هوښیارانه او مسوولانه مدیریت کې نغښتي دي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات څلور برابره زیات شوي

سپتمبر 29, 2026

د نيپال په شمال کې د واورو د ښويېدو له امله ۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی

سپتمبر 29, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي اسامبلې معمولي بحثونه پای ته ورسېدل

سپتمبر 29, 2026

د اسيا د بنسټیزو تأسيساتو د پانګونې بانک د یوولسمې شورا کلنۍ غونډه په قطر کې پرانيستل شوه

سپتمبر 29, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In