د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وایي، په بامیان ولایت کې به شاوخوا ۲ زره کسانو ته د کار او عاید ترلاسه کولو زمینه برابره شي. دغه پروګرام ویلي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ به په بامیان کې د «پیسو په بدل کې کار» طرحه د «فورسټ» پروګرام په چوکاټ کې پلې شي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وینا، په دې طرحه کې به ګډونوالو ته د عامهالمنفعه کارونو په بدل کې ورځنی مزد ورکړل شي. د دغه بنسټ په وینا، طرحه به د خلکو د معیشت ترڅنګ د سیمهییزو ټولنو په پیاوړتیا او ښهوالي کې هم مرسته وکړي.































