په قطر کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې محمد سهیل شاهین په دوحه کې د ترکیې له نوي ټاکل شوي سفیر یعقوب جایماز اوغلو سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي او تعلیمي همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي. د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د پانګونې پر فرصتونو، سوداګریزو ظرفیتونو او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا هم بحث شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې د سیمې د وروستیو تحولاتو او اړوندو موضوعاتو په اړه هم د نظرونو تبادله شوې ده. ترکیه له افغانستان سره په سوداګرۍ او زدهکړو برخو کې همکاری لري، خو د افغانستان اوسني حکومت ته یې تر اوسه رسمي رسمیت نه دی ورکړی.































