«چيو شه» مجله به د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومني منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د مشر شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره کړي، چې سرلیک یې “د خلکو د ژوند د جامع، اساسي او بنسټيز تضمين پياوړی کول” یاد شوی دی.
په دې مقاله کې د ۲۰۱۲م کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶م کال تر جنورۍ پورې د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه د شي جین پینګ د ويناوو مهم مطالب راغونډ شوي دي.
په دې مقاله کې په ډاګه شوې، چې حکومت دې د خلکو په مرکزيت خپلې چارې ترسره کړي، د خلکو د ژوند د ټول شموله، اساسي او بنستيزو شرایطو په برابرولو کې دې لا پياوړي اقدامات غوره کړي، د خلکو د بېړنیو اړتیاوو، ستونزو او اندېښنو په حل دې تمرکز وکړي، د عامه خدماتو اساسي سیسټم دې ښه کړي، د عامه خدماتو کچه دې لوړه کړي، او په ټینګه دې د ګډې شتمنۍ او سوکالۍ د رامنځته کولو لپاره کوښښ وکړي.































