د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د سپتمبر په ۲۹مه نېټه خبرداری ورکړ، د پانګو د پر له پسې کمېدو په اثر د نړۍ په څو سيمو کې له کډوالو سره د مرستې او پناه وړلو سيستم اوس د ړنګېدو له خطر سره مخ دی. روان کال ښايي نژدې ۸.۳ ميليونه کډوال، بې کوره او له تابعيت پرته کسان د مرستې لاسرسی ونه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په همدې ورځ په يو راپور کې ويلي، په ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کال کې د دغه پروګرام لخوا د کارولو وړ پانګه کې ۲۴سلنه کموالی راغلی چې شمېر يې له ۵.۲ نه ۳.۹ ميلياردو ډالرو ته ټيټ شوی دی. د ۲۰۲۶م کال د جولای تر پايه پورې دغه ادارې د سږ کال د بوديجې يوازې ۳۲سلنه تر لاسه کړې چې ۵.۸ ميليارده ډالره لا هم کم دي.































