د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په يوې اعلاميې کې د دغه هېواد صدراعظم او د وسله والو ځواکونو قوماندان علي الزيدي په قول اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د داعش پر ضد د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ایتلافي ځواکونو دنده رسمآ پای ته رسېدلې ده.
د عراق صدراعظم علي الزيدي ويلي، د نړيوالو ایتلافي ځواکونو دندې پای ته رسېدلې او عراق به د خپل هېواد هر اړخیز امنيت او ثبات پخپله خوندي وساتي.
د امريکا د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه ويلي، چې د يادو نړيوالو ځواکونو دنده په همدې ورځ پای ته رسېدلې ده. اوس د عراق حکومت په خپل هېواد کې د امنيتي ننګونو د حل مسوليت په غاړه لري، مثلآ د داعش پر ضد مبارزه.































