د چين مېډيا ګروپ په دې وروستيو کې د نوبل فزيکي جايزه ګټونکي کونستانتين نووسېلوف سره ځانګړې مرکه وکړه. هغه د ۳۶ کلنۍ په وخت کې د ګرافين د پيدا کولو له امله د نوبل فزيکي جايزه وګټله، له څه باندې لسو کلونو راهيسې يې له چين سره ژورې همکارۍ کړې او دوه ځلې يې د چيني حکومت د دوستۍ جايزې تر لاسه کړې دي.
هغه د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د مصنوعي ځيرکتيا په چټک پرمختګ سره د انسانانو د وجدان پر اهميت ټينګار کړی، ويلي يې دي، چې نړيوالې علمي همکارۍ اوس د جيوپوليتيکي سياست له ننګونې سره مخ دي او دغه خبره يې تکرار کړې چې علمي پرمختګ هېڅکله له نړيوالې همکارۍ پرته نه موندل کېږي.































