د بشري حقونو څار سازمان وایي، د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته هم د جګړې افغان قربانیان عدالت ته نه دي رسېدلي او مناسب جبران ورته نه دی ورکړل شوی. دغه سازمان ویلي، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي او ځینې کسان یې شکنجه کړي، خو د عاملانو د حسابورکونې لپاره کافي اقدامات نه دي شوي. د یاد سازمان په وینا، په ۲۰۱۴ کال کې په میدان وردګو ولایت کې د ۱۸ ملکي وګړو د وژل کېدو په څېر د پېښو عاملان هم محاکمه شوي نه دي. د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د اسټرالیايي او بریټانوي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د قضیو د څېړنې پر بهیر هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې تر اوسه هېڅ افغان قرباني ته جبران نه دی ورکړل شوی.































