د اکتوبر لومړۍ نېټه د چين له ملي جشن ورځ ده او د دغه هېواد په سړکونو، کوڅو، د اورګاډيو سټېشنونو او سیاحتي ځايونو کې د چين ملي بيرغونه رپېږي او رنګا رنګ فعاليتونه تر سره کېږي. خلک د ملي جشن د اووه ورځنۍ رخصتۍ په جريان د وطن او ملت پالنې ژور احساسات، د سفرونو په ترڅ کې د بازار غوړېدونکی تحرک ګوري او احساسوي يې. ټول هېواد وال د ملي جشن په وخت کې د هېواد باکيفيته پرمختګ او د اقتصادي ځواکمنتیا او انعطاف انځور کتلی شي.
ډېرو چينايانو په دې رخصتۍ کې مختلفو ځايونو ته سياحتي سفرونه کړي او د هېواد د تاريخ او انقلاب په اړه د يادونې ځايونو ګن شمېر سيلانيان راجلب کړي دي. سيلانيان سهار وختي د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم ګوري، د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د انقلاب د يادګېرنې له موزيمونو، د انقلاب له تاريخي ځايونو او د اوږد مارش له نندارتونونو څخه ليدنه کوي. د چين د سيلانۍ د څېړنې انسټيټيوټ رئيس دای بين وويل، انقلابي میراثونو سایټونو ته سفرونه دا معنا لري چې چينايان د خپل ملت د تاريخ او انقلابي دودونو درناوی کوي.
په دې رخصتۍ کې د چين په بېلا بېلو سيمو کې د اورګاډيو، موټرو، الوتکو له لارې د خلکو د سفرونو څپه رامنځته شوې ده. د چين د ټرانسپورټ وزارت معلومات ښيي چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۳مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د مختلفو سيمو تر منځ د تللو راغلو خلکو شمېرونه په ترتيب سره ۳۲۹ميليونه، ۳۰۶ميليونه او ۳۰۴ميليونه تنو ته رسيدلي وو.
د سلګونو میلیونو خلکو د سفرونو د اسانتياوو تر شا په چين کې د ډېرو کلونو په اوږدو کې د جوړ شويو زیربناوو ټينګ ټرانسپورټي بنسټ ثابتېږي. احصائیې ښیې چې د ۲۰۲۵م کال تر پایه پورې، د چين د جامع ټرانسپورټي شبکې عمومي اوږدوالی له ۶ ملیونو کیلومترو څخه اوښتی و چې د تیز سرعت ریل پټلۍ، پاخه سړکونه، هوايي ډګرونه او بندرونه د ښارونو او کلیوالي سیمو په پوښښ کولو سره یوه لویه شبکه جوړوي. د دغې ټرانسپورټي شبکې په رڼا کې د سفرونو وخت ډېر کم شوی او د مختلفو ولايتونو، ښارونو او کليوالو سيمو تر منځ د اوږد واټن سفرونه په اسانه توګه تر سره کېدای شي.
د یوه پیاوړي ټرانسپورټي هیواد جوړول نه یوازې سرعت تعقیبوي بلکې د زرغون پرمختګ شکل هم تعقیبوي.
د چين د ټرانسپورټ وزارت د اټکل له مخې د ملي جشن د رخصتۍ په جریان کې به د پخو سړکونو په اوږدو کې د نوې انرژۍ موټرو په وسيله د تګ راتګ پيمانه د عادي ورځنۍ د اندازې په پرتله ۱ اعشاريه ۸ چنده وي. د ټرانسپورټ مرستیال وزیر لی یانګ وویل، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د ټول هېواد د پخو سړکونو په خدماتي سیمو کې د برقي موټرو لپاره د لوړ برېښنايي ظرفيت د چارج کولو نژدې ۱۱۰۰۰ تاسيسات اضافه شوې.
ډېرو بهرنیو رسنیو په دې وروستۍ موده کې د چین د اقتصاد د بیا احيا کېدو د مثبت تمايل په اړه خبرونه خپاره کړي دي. « د وال سټریټ ورځپاڼې» یوه مقاله خپره کړه چې د چین اقتصاد د درېيمې ربعې په پای کې د ښه والي روښانه نښې ښودلې.
په چين کې د ملي جشن د رخصتۍ په نیمایي کې د مصرف سمسور بازار ياد خبرونه ثابت کړي دي. په چين کې د رستورانټونو، هوټلونو، د سیاحتي ځایونو د ټکټونو، پرچون خرڅلاو او کلتوري او سپورټي مصارفو حالات ښه شوی دی او په بېلا بېلو سوداګريزو سيمې، راستورانټونو او سيلانيزو ځايونو ګې د وګړو ګڼه ګوڼه ليدل کيږي. د چين د سوداګرۍ وزارت د شميرنې له مخې، د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه تر درېیمې نیټې پورې د دغه وزارت تر څار لاندې د ۷۸ مهمو سوداګریزو سړکونو د مشتريانو شمېر او د پلور عایدات په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۴ سلنه او ۵ اعشاريه ۳ سلنه زیات شوي دي.































