د اوکراين ولسمشر زيلينسکي د اکتوبر په څلورمه نېټه په کیف کې د جرمني له صدراعظم فريدريچ ميرز سره يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړې، چې پکې يې څو دفاعي همکاريزې لاسته راوړنې خپرې کړې او د اوکراين، امریکا او روسيې ترمنځ د مذاکراتو په اړه يې معلومات وړاندې کړې دي.
نوموړي ويلي چې هېواد به يې له جرمني سره په ګډه د بارس په نوم دوه زره ډرونونه توليد کړي او زياته کړې يې ده چې جرمنی به د اوکراين څخه د ملاتړ لپاره يو نوی عمومي پلان جوړ کړي چې ارزښت به يې له ۱ ميليارډه او ۳۵۰ مليونه يورو څخه زیات شي. د دې ترڅنګ اوکراين د هوايي دفاعي سيستم د ابادۍ لپاره خپل ګامونه چټکوي.
سربېره پردې هغه دې ته اشاره کړې چې امريکا اوس په جلا جلا توګه له اوکراين او روسيې سره تماس ساتلی او وړاندیز يې کړی چې د اکتوبر تر پايه پورې به درې اړخيز تخنيکي خبرې اترې وکړي. ده ویلي چې هېواد يې له ياد وړانديز څخه ملاتړ کوي او په عربي متحده اماراتو او يا نورو هېوادونو کې د مذاکراتو د جوړولو په اړه پرانيستې او مثبتې رويه لري.































