د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د درې ورځني رسمي سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا سفر د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه ترسره کېږي او د اکتوبر له ۶مې تر ۸مې به دوام وکړي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نبیل منیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه د اسلاماباد هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال هرکلی کړی دی.































