د جاپان د توکيو برېښنا شرکت د اکتوبر په ۵مه نېټه سمندر ته د فوکوشيما لومړي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو د ايستنې نوې پړاو پيل کړی. دا په ۲۰۲۶م مالي کال کې د سمندري ککړو اوبو د ایستلو شپږم پړاو او په ټولیزه توګه ۲۴م پړاو دی.
اټکل کیږي چې دغه پړاو ایستنې به د روانې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې دوام وکړي، چې د ایستلو اندازه به شاوخوا ۷۸۰۰ ټنو ته ورسېږي.
د ۲۰۲۳م کال په اګست کې جاپان په یو اړخیزه ډول سمندر ته د فوکوشيما لومړي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو په ايستلو پیل وکړ او په دې برخه کې یې د نړیوالو نیوکو او مخالفتونو ته پام ونه کړ.
تر اوسه پورې، جاپان سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ایستلو ۲۳ پړاوونه بشپړ کړي دي، چې د ایستلو عمومي اندازه یې شاوخوا ۱۸۱ زره ټنه ده.































