د خوست ولایت د املوکو حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیات شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې په خوست کې پر ۳۴۵ جریبه ځمکه د املوکو له کرکېلې شاوخوا ۳۱۱ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو. سرچینه زیاتوي، سږ کال له همدې اندازې ځمکې څخه د املوک حاصلات شاوخوا ۳۴۲ ټنو ته رسېدلي دي.































