د برازیل د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو د اکتوبر په ۲۵مې نېټې ترسره شو، چې پکې د همدې هېواد د کارګرو ګوند نوماند او اوسني ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د لېبرال ګوند نوماند او د پخواني ولسمشر جایر مسیاس بولسونارو زوی فلاویو بولسونارو ته ماتې ورکړې او په څلورم ځل د برازیل د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
د برازیل د ټاکنو خپلواک کمېسيون په همدې ورځ د ۹۹ اعشاريه ۸ سلنه رايو پايله خپره کړې، چې په جمله کې يې اناسيو لولا ۵۱ اعشاریه ۷۶ سلنه رایې خپلې کړې دي.
لولا به د ۲۰۲۷م کال د جنورۍ په ۵مې نېټې د ولسمشرۍ ماموريت په خپلې نوې مودې پيل کړي.































