د جاپان له استعماري واکمنۍ څخه د تایوان د بېرته ازادېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت سیمنار د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د چین د فوجیان ولایت په فوجو ښار کې ترسره شو، چې پکې د جاپان تېری کوونکې جګړې پر ضد مبارزې کې د وژل شویو تایوانیانو د کورنیو غړو، په تایوان کې د قرباني شویو انقلابي شخصیتونو د کورنیو وارثانو، د تایوان تنګي د دواړو غاړو ځوانانو، د هانکانګ او مکاو استازو، بهر مېشتو چینایانو او یو شمېر کارپوهانو او پوهانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسانو ګډون کړی و.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تایوان چارو دفتر او د دولتي شورا د تایوان چارو دفتر مشر سونګ تاو هم په دغه سمينار کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ څرګندونو ته په اشارې ويلي، د چیني ملت تاریخي بهیر د تایوان تنګي د دواړو غاړو د نه بېلېدونکي تاریخ او د دواړو غاړو د خلکو د ګډو وینو او خپلولۍ څرګندونه کوي.
سونګ تاو زیاته کړې، د چین د کمونېست ګوند او دولت له خوا د تایوان د بېرته ازادېدو د ورځې ټاکل د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د هېواد ټینګه اراده څرګندوي او په نړیواله کچه د یو چین اصل د ملاتړ دریځ پیاوړی کوي.
نوموړي په ټینګار ويلي، د تایوان تنګي د دواړو غاړو خلک باید د جاپان تېری کوونکې جګړې پر وړاندې د مقاومت ستره روحیه او د چیني ملت روحیه په ګډه وساتي او له” تایوان خپلواکي غوښتونکو“ او له بهرنۍ لاسوهنې سره پرېکنده مخالفت وکړي.































