د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر دوه ترمینلونه له لنډمهالي ځنډ وروسته بېرته فعال شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اکتوبر په ۲۵مه د ریاض نړیوال هوايي ډګر لومړي ترمینل د کورنیو الوتنو او دویم ترمینل د سعودي ملي هوايي شرکت د نړیوالو الوتنو لپاره خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.
بلخوا، د یمن حوثي وسله والو په یوه اعلامیه کې نړیوالو او سیمه ییزو هوايي شرکتونو، د هوايي چلند کارکوونکو او مسافرو ته خبرداری ورکړی، چې د ریاض ملک خالد نړیوال هوايي ډګر خوندي نه دی.
حوثي وسله والو په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او د انرژۍ پر تاسیساتو پرله پسې بریدونه کړي، چې له امله یې ډېرو خلکو ته مرګژوبله هم اوښتې ده. د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د دغو بریدونو له امله خپل فعالیتونه ځنډولي وو.































